د جوزجان والي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له رئیس سره وکتل.

sadam_morr
-

د جوزجان والي د بې ځايه شويو او راستنېدونکو له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشر څخه د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
په هغه غونډه کې چې د ږوي په ۲۷ مه د جوزجان د والي قاري ګل حیدر شفق او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مشر اغلي رتنانتو تر منځ په ولایت مقام کې ترسره شوه، د یاد دفتر رئیس د مرستندویه پروژو د تطبیق په برخه کې د ولایت مقام او د کډوالو چارو ریاست له همکارۍ او د بشپړ امنیت د ټینګښت له امله مننه وکړه.
ښاغلي رتنانتو وویل: جوزجان ولایت ته یې د سفر موخه د بشري مرستو همغږي کول، د پلي شویو پروژو څارنه او د زیانمنو، بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو د ژمنیو اړتیاوو ارزونه ده.
د جوزجان والي له هغه وغوښتل چې د ژمي په رارسېدو او دغه ولايت ته د بېځايه شويو او راستنېدونکو ستونزو ته په پام سره د دوى د مرستو کميت او کيفيت زيات کړي او يادو کورنيو ته  د بنسټيزو پروژو د تطبيق په برخه کې لکه د څښاک د صحي اوبو د برابرولو، د صحي او ښوونیزو مرکزونو تجهیز او جوړولو په  برخه کې پاملرنه وشي.