له بېځايه شوو سره د مرستو په اړه د مهاجرينو چارو وزارت رسنيزه اعلاميه

sadam_morr

کابل

څرنګه چې ګران هېوادوال او نړيوال د رسنيو له لارې خبر دي، چې د اسلامي امارت له بريا او په هېواد کې د شرايطو له ښه کېدو وروسته، تېر کال او په روان کال کې زرګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوي او زرګونه داخلي بېځايه شوې کورنۍ بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوي دي او دا لړۍ اوس هم دوام لري.

د يادو کورنيو د شمېر په پام کې نيولو سره يوازې يوه اداره نشي کولی چې د دوی له پاره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې اود اوسېدو لپاره سرپناه  برابرې کړي، له همدې امله د مهاجرينو چارو وزارت  له ملي سوداګرو، شتمنو هېوادوالو، مرستندويه هېوادونو او خيريه بنسټونو څخه په درنښت غوښتنه کوي، چې مخکې له دې چې ژمی راشي او يخني او واورې   لېرې پرتو سيمو ته د مرستو په لېږد کې ستونزې جوړې کړي، د اسلامي او بشري حقونو په پام کې نيولو سره له  راستنو شوو مهاجرينو او ځای پرځای شوو کورنيو سره د مهاجرينوچارو وزارت  په همغږۍ مرستې ترسره کړي.