بلخ کې ۲۰ کورنيو ته د خياطۍ وسايل ورکړل شول

د ناروې د مهاجرينو ټولنې له لوري د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۲۰ کورنيو سره د وږي په ۲۶مه د خياطۍ د وسايلو مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته يو يو د خیاطۍ ماشين، اتو، ميز او څوکۍ د مهاجرينو چارو رياست په شتون کې ووېشل شوې.