بدخشان کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

د اغاخان موسسې له لورې د بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۷۴ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د ارغنچخواه او يوشمېر نورو ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې چهارشنبې بې په ورځ د غوايي په ۱۸مه هرې کورنۍ ته ۱۹۸۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.