د ايران څخه نږدې درې زره افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د اسلام قلعې د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې له ايران څخه دوه زره او ۸۲۵ تنه افغان مهاجر، چې پکې کورنۍ او مجردان شامل وو د وږي په ۲۱مه هېواد ته راستانه شول.
سرچينې زياتوي، چې د يادو کسانو له ډلې يو زرو او ۳۹۶ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورسره وشوې.