ننګرهار کې لسګونه راستنېدونکو اوډيپورت شوو سره د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې
د مهاجرت نړۍ وال سازمان له لوري د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۶۹ راستنېدونکو او ډيپورت شوو سره د وږي په ۲۰مه د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
په يادو مرستو کې يوه يوه روغتيايي کڅوړه، چې ۱۰ قلمه مواد پکې شامل وو هرې کورنۍ ته ووېشل شوه.
د ويلو ده، چې يادو کسانو سره مخکې هم نغدي مرستې تر سره شوې وې.