غور کې له زرو زياتو کورنيوته د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه
د غور ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې د کورديد موسسې له لورې د وږي په ۱۹مه يو زرو او ۹۹ کورنيو ته د مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ چې مخکې د غور ولايت په دولينې ولسوالۍ او مرکزي سيمو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته به روانې اونۍ تر پايه ۱۶ زره افغانۍ نغدې ووېشل شي.