د پاکستان څخه له سلو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

له پاکستان څخه  ۱۳۳تنه افغان مهاجر د وږي  په ۱۸مه هېواد ته راستانه شول.

د  قندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي آمر په خبره  په يادو راستنېدونکو کې ۳۸ کورنۍ، چې ۱۱۵ تنه کېږي په خپله خوښه او ۱۸ تنه نور آزاد شوي مهاجر وو، چې د بند موده يې ۴۰ ورځې وه او له آزادېدو وروسته په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

سرچينې زياتوي، چې ياد کسان د ثبت او راجستر وروسته د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول.