د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

 له ايران  څخه  يو زرو او ۳۸۲ تنه افغان مهاجر د وږي  په ۱۸ مه  هېواد ته راستانه  شول.

د هرات  ولايت د اسلام قلعې سرحدي آمر په خبره  په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو، چې له ډلې يې ۶۹۴  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورسره وشوې.