بدخشان کې د غره ښوېدو له امله له زرو زياتې کورنۍ زيانمنې شوې
د بدخشان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې په دغه ولايت کې د غره ښوېدو له امله د وږي په ۱۵مه يو زرو ۲۰۰ کورنۍ زيانمنې شوې دي.
دغه پېښه د بدخشان ولايت د ياوان ولسوالۍ په مرچ، شکولک، مرچ عليا او پاین سيمو کې رامنځته شوې، چې له امله يې ۳۲۳ کورنۍ بېځايه شوې دي.
د ياد ولايت د مهاجرينو چارو رئيس وويل، په پام کې ده، چې د مرستندويه بنسټونو په همکارۍ به ډېر ژر زيانمن شوو کورنيو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.