په يو شمېر ولايتونو کې له ۱۵ زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوې

په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لارې د وږي له ۱۱مې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د هېواد په ۶ ولايتونو کې پېنځلس زره او ۳۶۶ کورنيو سره مرستې شوې.
يادې کورنۍ، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په هرات، بادغيس، بلخ، ننګرهار، سمنګان او بدخشان ولايتونو کې بېځايه شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو په همکارۍ د يو شمېر نړيوالو همکارو مرستندويه بنسټونو له لوري هرې کورنۍ سره په بېلابېلو کټګوريو کې نغدي مرستې شوې.