بلخ کې يو ورځنی روزنير سيمينار ترسره شو

anwari_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينوچارو رياست د راپور له مخې د دغه رياست د کار کوونکو لپار د وړتيا لوړونې يو ورځنی روزنيز سيمينار د وږي په ۱۲مه  د روغتيا د پرمختيايي موسسې له لورې ترسره شو.

په ياد سيمينار کې د دولتي کار کوونکو د پوهې د وړتيا د لوړولو، د رسمي او غير رسمي مهاجرتونو، د ثبت او راجستر، سروې او له اړمنو کورنيو سره د بېړنيو مرستو په اړه ګډنوالو ته معلومات ورکړل شول، ترڅو په راتلونکي کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو حل ته په ښه توګه رسيدګي وشي.