د پاکستان له زندانونو ۳۶ تنه آزاد شوي افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

 

د پاکستان له زاندانونو ۳۶ تنه آزاد شوي او ډيپورت شوي افغان مهاجر د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د وږي په ۸ مه هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو آمر په خبره ياد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د ۱۵ ورځو څخه تر يوې مېاشتې په بند کې وو او له آزادېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.

سرچينه زياتوي، چې ياد خلک د ثبت او راجستر وروسته د لومړنيو مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.

د ويلو ده، چې د يادو راستنېدونکو په منځ کې هغه کسان چې عمرونه يې تر اتلس کلنۍ کم وو، خپلو کورنيو ته د پېژندنې په موخه د باز سازی افغانستان بلند موسسې ته ور وپېژندل شول.