د ايران څخه له دوو زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د ايران څخه دوه زره او ۴۰۰ تنه افغان مهاجر د وږي په ۸ مه هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې۵۷۷ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.