لغمان کې لسګونه کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري په لغمان ولايت کې ۶۳ کورنيو سره د وږي په ۸ مه نغدي مرستې وشوې.
دغه مرسته د بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه وه، چې هرې کورنۍ ته ۴۷ زره او ۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د يوبل خبر له مخې د لغمان ولايت په شمتيو سيمه کې د مهاجرت نړيوال سازمان له لورې د ۱۵ متره استنادي ديوال د جوړېدو کار پيل شو.
دغه ديوال ۱۵ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري، چې د دوو اونيو په موده کې جوړيږي او په بشپړېدو سره به يې د خلکو کرنيزې ځمکې د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.