بادغيس کې له ۳۰۰ زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

د خوراک نړيوال سازمان له لورې د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ ۳۲۹ کورنيو سره د زمري په ۲۹مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته څلور قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.