د پاکستان له زندانونو لسګونه خوشي شوي افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د پاکستان له زراندنونو ۳۷ تنه خوشي شوي او رد مرز شوي افغانان د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د زمري په ۲۶مه هېواد ته راستانه شول.
د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر په خبره ياد خلک د يوې مياشتې څخه تر شپږو مياشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې په بند باندې محکوم شوي وو، چې له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستاه شول.
سرچينې زياتوي، چې ياد خلک د مهاجرينو چارو ادارې کې له ثبت وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
همدارنګه يادو کسانو ته د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې له لورې د منفجره موادو په اړه عامه پوهاوی ورکول شو او يوشمېر چې زيرسن ۱۸ کاله و د کورنيو د پېژندنې لپاره د موسسه بازسازی افغانستان بلند ته ور وپېژندل شول.