د بلخ ولايت د مهاجرينوچارو رئيس د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمالي زون له رئيسې سره ليدنه وکړه

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رئيس مولوي اسد الله وفا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمالي زون له رئيسې ميرمن لاچين حسنوا سره د زمري په ۲۵مه په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
اغلې لاچين حسنوا وويل،چې د سفر موخه يې په دغه ولايت کې ۴۰ بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو لپاره د سرپناه جوړول او د قالين بافانو د مهاجرينو ښارګوټي کې د قالينو د پروسس د دوهم فاز د کار پيلول دي.
د مهاجرينو چارو رئيس د يادې ادارې د مرستو اوهمېشنۍ همکاريو څخه د مننې ترڅنګ د يادو شوو پروګرامونو ستاينه وکړه ويې ويل، چې د غاليو د پروسس او د سرپناه د جوړولو پروګرام د مظلوم و خلکو لپاره يو ډېر اغېزمن او ستر ګام دی او له هغې يې وغوښتل، چې خپلې برنامې دې نورو ولسواليو ته هم وغځوي.