غورکې بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
1

 

 د(ACF،UNHCR، WFP،UNICEF ،ARAA)  موسسو له لورې د غور ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۷ بېځايه شو کورنيو سره د غيرې خوراکي موادو مرسته ترسره شوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د دولينې او دولت يار ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې يکشنبې په ورځ د غويي په ۱۵مه هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې، ۲ ترپالونه، يوه پنځه کېلويي ګاز ډبه، د پخلنځي بشپړ سامان اوږ يوه روغتيايي کڅوړه ورکړل شول.