د مهاجرينو چارو وزات مسلکي مرستیال د بلخ والي سره وليدل
د مهاجرینو اوراستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او مل پلاوي د بلخ ولایت له والي حاجي محمد یوسف وفا سره ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې لومړی د بلخ والي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او په ياد ولایت کې يې د مهاجرينو په برخه کې يو لړ شته ستونزې له ښاغلي راشد سره شریکې کړې.
په ناسته کې دواړو لوریو په بلخ ولایت کې راستنېدونکو، داخلي بېځایه او اړمنو کورنیوته د سرپناه جوړولو، بشري مرستو رسولو او نورو اړینو موضوعاتو خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده، چې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او ورسره پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې دمهاجرينو په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو د برسۍ په موخه دمهاجرینو له ګڼ شمېر استازو، د مهاجرينو او په دغه ولایت کې د مهاجرينو له ښارګوټو څخه له نږدې ليدنه وکړي او دحل په برخه کې به یې لازمې کړنې تر سره کړي.
آنځورونه د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلومات مرکز