د مسلکي مرستیال په مشرۍ پلاوي د بلخ ولایت د مهاجرينو له ښارګوټو څخه ليدنه وکړه

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ پلاوي بلخ ولایت ته په خپل سفرکې د مهاجرينو له ښارګوټوڅخه ليدنه وکړه او د دغه ښارګوټو د اوسېدونکو ستونزې او ننګونې یې واورېدې.
د قالين بافانو د مهاجرينو ښارګوټي اوسېدونکو د مهاجرینو چارو وزارت څخه په دغه ښارګوټي کې د خدمتونو د وړاندې کولو او د ټولنیز او ښاري ژوند د برابرولو له امله مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې د اوبو رسولو شبکه د مهاجرینو چارو وزارت په رهبرۍ جوړه شوې او هم له دولتي برېښنا څخه برخمن دی.
همدارنګه په دغه ښارګوټو کې یوشمېر نورې بنسټيزې پروژې لکه، د اوبو د ژورو او نیمه ژورو څاګانو کیندل، پلونو، پلچکونو، روغتيايي مرکزونو، ښوونځيو، جوړل هم پلي شوي دي.
د ښارګوټو اوسېدونکو په دغه ښارګوټو کې د ځمکې غصب یو عمده ستونزه یاده کړه او د مهاجرينو چارو وزارت څخه یې د يادې ستونزې دحل او نيمګړو پروژو د بشپړېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي راشد د ښارګوټو دبېلابېلو برخو څخه د ليدنې پرمهال د یادو ستونزو دحل ژمنه وکړه ويې ويل ،چې د مرکزي ادارې سره په ګډې همکارۍ او همغږۍ به یې د حل په برخه کې لازمې کړنې تر سره کړي.
د بلخ ولایت د مهاجرينو چارو ریاست د راستنېدونکو د بیا یو ځای کېدو آمر انجنير بشير د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د مهاجرینو لپاره څلور ښارګوټي ځانګړي شوي، چې یو یې دقالين بافانو د مهاجرینو ښارګوټی دی، د مرکز څخه ٢٢ کيلومتره لرې په ١٠٠٠ جریبه ځکمه کې جوړ شوی، تفصلي پلان لري، چې ټولې ١٤٨٤ نمرې کېږي.
اوسمهال پکې ٢٤٠ کورنۍ ژوند کوي، ١٢٠٠ نمرې يې د کميسيون له لورې پاس شوي، ٨٣٣ تنو يې په بانک کې پیسې تحویل کړي، ٦٧٧ نمرې خلکو ته سپارل شوي، ٤٨٤ پاتې دي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې پکې ٤ ژورې څاګانې، داوبو رسونې شبکه، سولرپمپ او ١٤٢ شلټرې جوړې شوې او د ناروې د کډوالو ادارې له لورې ٨١ شلټرې جوړې شوي، دGIZ موسسې له لورې ١٠ نیمه ژورې څاه ګانې کيندل شوي، روغتيايي مرکز نه لري، د ازبکستان هېواد له لور ١ښوونځی، د وزارت مقام له لورې ١٣ کیلومتره سرک جوړ شوی، ٤٥ پلچکونه، د ريل پلټۍ،د برق ٨١ پایه ګانې، يو درې اطاقه ښوونيز مرکز او ١ د قالينو د پروسس مرکز پکې جوړ شوی، ١٠٠٠ نمرې یې خط اندازي شوي او ٢٧٠ نمرې پکې د سوداګرۍ او صنایع وزارت له لورې وېشل شوي او کودکستان نه لري.
دوهم يې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د مهاجرینو ښارګوټی دی، چې د مرکز څخه ٢٢ کيلومتره لرې په ٣١٠٠ جریبه ځکمه کې جوړ شوی، تفصلي پلان لري، چې ټولې ٦٥١٦ نمرې کېږي. اوسمهال پکې ٦٠ کورنۍ ژوند کوي، ٣١٩٦ تنو يې په بانک کې پیسې تحویل کړي، ١٣٥٠نمرې خلکو ته سپارل شوي، ٥٢٦٥ پاتې دې، اکټيډ موسسې له لورې پکې ٢٦٠ شلترې جوړې شوي، ٦ د اوبو ژورې څاه ګانې سره دذخیرو، يو ښوونځی او یو روغتيايي مرکزجوړ شوی، د اوبو رسونې شبکه نه لري، د ای ساف له لورې ١ کانټینر، د وزارت مقام له لورې ١٣٢٢ کیلومتره سرک او ٢٥ پلچکونه جوړ شوي، د ريل پلټۍ، د برق پایه ګانې او ښوونيز مرکزونه لري او ٢٨٨٨ نمرې یې د ښار جوړونې او مهاجرينو چارو وزارت له لورې خط اندازي شوي.
درېيم يې قشلاک د مهاجرینو ښارګوټی دی، چې د مرکز څخه ٦٢ کيلومتره لرې په ١٠٣ جریبه ځکمه کې جوړ شوی، تفصيلي پلان لري، چې ټولې ٣٠٧ نمرې کېږي اوسمهال پکې ١٠٥ کورنۍ ژوند کوي، ١٠٣ تنو يې په بانک کې پیسې تحویل کړي، ١٠٥ نمرې خلکو ته سپارل شوي، ٢٠٢ پاتې دې، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لورې پکې ١٠٥ شلترې جوړې شوي، داکتېد له لورې١ د اوبو ژوره څاه او یو ښوونځی جوړ شوی، د اوبو رسونې شبکه او روغتيايي مرکز نه لري، دعامو خلکو له لورې پکې یو مسجد جوړ شوی، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لورې ٨١٠ کیلومتره سرک ، ٣ پلچکونه،١٥٠ کورنیو ته د لمریزې برېښنا تختې او ١٠٥ نمرې خط اندازي شوي دي.
او څلورم يې هم د قرقین ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټی دی، چې د مرکز څخه ٢٢ کيلومتره لرې په ٢٠٠ جریبه ځکمه کې جوړ شوی، تفصلي پلان لري، چې ټولې ٢٣١ نمرې کېږي. اوسمهال پکې څوک ژوندنه کوي، ٨٨ نمرې خلکو ته سپارل شوي، شلترې، د اوبوڅاګانې، د اوبو شبکې، روغتيايي مرکز، مسجد، ښوونځی، د سرک جعل اندازي، پلونه، پلچکونه يې نه دي جوړشوي، عام المنفعه پروژې پکې نه دي پلي شوي او ٣١ نمرې یې د ښارجوړونې وزارت لورې خط اندازي شوي دي.