سرپل کې له سلو زیاتو کورنیو سره نغدي مرستې شوي
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لور ې د سرپل ولايت دمهاجرينو آمريت په همکارۍ ١٩٤ کورنیو سره د زمري په ٣مه نغدي مرستې وشوې.
په یادو کورنیو کې زیانمنې شوې، بېځايه شوې او اړمنې کورنۍ شاملې وې چې د سرپل ولایت د مهاجرينو چارو آمريت لورې په بلخاب، سنچارک، ګوسفندي او کو هستانات ولسواليوکې مخکې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته په بېلابېلو کټګوريوکې ٦١ زره او٨٠٠ ،٢٢ زره او٦٠٠ او ٢٧زره او٥٠٠ افغانۍ د دغه ولايت د مهاجرينو آمريت تر څارنې لاندې ووېشل شوې