د پاکستان له زندانه ٨٠ تنه خوشي شوي افغانان وطن ته راستانه شول
٨٠ تنه افغانان چې د پاکستان هېواد په زاندان کې بنديان ول له بنده خوشې او د زمري په ٣ مه د سپين بولدک او تورخم له لارې وطن ته راستانه شول.
د يادو کسانو له ډلې ٥٦ تنه د سپین بولدک او ٢٤ تنه د تورخم له لارې هېواد ته را ستانه شول.
د سپین بولدک د مهاجرينو چارو د آمر په خبره یاد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له درې میاشتو څخه تر ١٠ میاشتو پورې په زندان کې تېرې کړي.
د تورخم د مهاجرینو آمر د معلوماتو له مخې کوم خوشې شوي رد مرز شوي افغانان چې د تورخم له لارې راستانه شوي یوه میاشت او یاهم د یوې میاشتې څخه زیاته په زندان کې و.
سرچینې زیاتوي، چې یاد کسان د مهاجرینو چارو ادارو کې د ثبت څخه وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شوي او همدارنګه د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې له لورې ورته د منفجره مواد په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او هغه کسان چې زیر سن ١٨ کاله ماشومان د کورنیو د پېژندنې په موخه د موسسه باسازی افغانستان ته ور وپېژندل شول