میدان وردګو کې لسګونه سېلاب ځپلو کورنیو سره مرستې وشوې

په میدان وردګو ولایت کې د یو شمېر نړيوالو بنسټونو له لورې ٥٠ تنو سېلاب ځپلو کورنیو سره د زمري په ٢مه بشري مرستې تر سره شوې.
یادې زیانمنې شوې کورنۍ دجلريز ولسوالۍ شاوخواسیموکې د مهاجرینو چارو آمريت اوهمکارو موسسو دګډو ټیمونو له لورې سروې شوې وې،چې د مهاجرت نړیوال سازمان، دخوراک نړیوال سازمان او دماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوقه مرستې ورته ووېشل شوې.
یاد مرستې هرې کورنیو ته، یوه خېمه،٣ کمپلې، کورنۍ کڅوړې،چې پکې ٢١ قلمه مواد شامل دي، ٢ د لمريزې برېښنا تختې، دسرپناه کڅوړې، چې پکې ١٤ قلمه مواد شامل دي، کورنۍ او روغتيايي کڅوړې، ٢٠٠ کیلو اوړه، ١٨ کیلو غوړي، ٢ کیلو مالګه او د ماشومانو لپاره مغذي مواد وو چې د مهاجرینو چارو آمريت د استازو په شتون کې ووېشل شول.