په ميدان وردګو ولايت کې له زيانمنو شوو کورنيو سره د مرستو په موخه بېړنۍ ناسته ترسره شوه

anwari_morr
-
 
د ميدان وردګو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د راپور له مخې د زمري په ۲مه د دغه ولايت د والي په مشرۍ د ملي او نړيوالو همکارو بنسټونو په ګډون له سېلاب ځپلو کورنيو سره د مرستو په موخه بېړنۍ ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې والي د سکتوري ادارو او همکارو بنسټونو له غړو او استازو څخه غوښتنه وکړه، چې په ټولو سيمو کې له سېلاب ځپلو کورنيو سره بېړنۍ همکاري وکړي او سرکونه پاک کړي.
د سکتوري ادارو او خيريه موسسو استازو ژمنه وکړه، د موصلاتي لارو په پاکولو، خوراکي او غير خوراکي توکو او دوا په برخه کې به همکاري وکړي.
د ويلو ده، چې دوه ورځې وړاندې د ميدان وردګو ولايت د سېلابونو د راوتلو له امله په جلريز،نرخ، چک، سيدآباد او جغتو ولسواليو کې ۳۰ تنه شهيدان شوي او لسګونه نور لادرکه او ټپيان شوي، له زرو زيات د او سېدو کورونه ويجاړ شوي او له ۹ زره جريبه زياته کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.