د پروان ولايت په مرکز کې د دولسمې پارچې کانال د پاکولو کار پيل شو

sadam_morr
-

د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې د چاريکار ښار د دولسمې پارچې کانال د پاکولو کار د ډنمارک د مهاجرينوټولنې په همکارۍ د زمري په لومړۍ نېټه پيل شو.
د يادې پروژې ګاريګران اکثره راستنېدونکي او بېځايه شوي دي، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست او ډنمارک د مهاجرينو ټولنې د ګډ ټيم له لورې سروې  او هره ورځ ورته د کار په مقابل کې ۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
د پروژې  پرانيسته د پروان ولايت د مرستيال والي، داقتصاد او حوزه يي دريايي د رئيس، د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې د استازو او د سيمې د مشرانو او سپين ګيرو په شتون کې  وشوه.