بادغيس کې له درې زرو زياتو کورنيو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه

sadam_morr
-

د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې  ۳ زره او ۶۱۰  کورنيو سره چې خپلو اصلي سيمو ته راستنې شوې وې د خوراک نړيوال سازمان په همکارۍ د چنګاښ په ۳۱مه د مرستو د وېش خبر وکړ.
يادې کورنۍ مخکې د دغه ولايت په مرکز کې  په کمپونو کې مېشتې وې اوسمهال  خپلو اصلي سيمو  مقر، قادس، آبکمري جوند، دره بوم، سنګ آتش او  تګاب عالم ولسواليو او د ولايت مرکز قلعه نوته ستنې شوې وې.
په پام کې ده، چې هرې کورنۍ ته څلور قلمه خوراکي توکي ووېشل شي.
د ويلوده، چې يادو  کورنيو سره مخکې هم  درې ځلې  مرستې شوي دي.