غزني کې لسګونه کورنيوسره  مرستې وشوې

sadam_morr
-

د اکرو موسسې له لورې د غزني ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۴۹ کورنيو سره د کار موندنې په موخه د چنګاښ په ۲۵مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې مخکې د غزني ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د اړتياوو په نظر کې نيولو سره له  ۶۰ زرو څخه تر ۷۱ زره افغانيو پورې نغدي مرستې وشوې.
د يو بل خبر له مخې د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د قيصرخېل سيمې ۱۹ کورنۍ د مهاجرينو چارو رياست او آکورا موسسې د ګډ ټيم د کار کوونکو له لورې شلترونو د ترلاسه کولو لپاره مستحقې په نښه شوې.