بادغیس کې له سلو زیاتو کورنیو ته د سرپناه د جوړېدو کار پیل شو

sadam_morr
-

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې  په دغه ولایت کې (١٥٠) کورنیو ته د چنګاښ په (٢١) مه د سرپناه د جوړېدوکار  پیل شو.
دغه سرپناوې داخلي بېځايه شوو او مستحقو کورنیو ته د بادغیس و لایت  مرکز قلعه نو شاوخوا کې جوړيږي.
د سرچينې په خبره دیادې ادارې له لورې هرې کورنۍ ته د سرپناه لپاره یو شلتر،چې دوه خونې، یو دهلیز او يو تشناب له درې زرو څخه زیاتو امريکايي ډالرو په ارزښت په پوخ او اساسي ډول جوړیږي.