سرپل کې ( ۳۵۶) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ (۳۵۶) کورنيو سره د چنګاښ په ( ۱۵) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ چې څه موده وړاندې د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې له ډلې يې (۳۲۷) کورنيوته ( ۲۹) زره، ( ۱۵۰) او (۳۲) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۹۸) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.