پکتيکا کې له دوه زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي
د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ( ۲۵۲۸) کورنيو ته د (CAHPO) موسسې له لورې د چنګاښ په (۵) مه د مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ په برمل او ارګون ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د غبرګولي د (۲۷) څخه د چنګاښ تر (۵) مې څلور قلمه خوراکي توکي وېشل شوي دي.