بادغيس کې له (۱۰۰) زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۱۰۴) کورنيو سره د غبرګولي په (۳۰) مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د قلعه نو ښار کمپونو ته را کډه شوې وې او اوسمهال خپلو اصلي سيمو بالا مرغاب او قادس ولسواليو ته کډه شوې وې او د دغه ولايت د مهاجرينوچارو آمريت له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته څلو قلمه خوارکي توکي ووېشل شول.