په يو شمېر ولايتونو کې  له  درې زرو کورنيو سره مرستې شوي

sadam_morr

په تېرې يوې اوونۍ کې په نهو  ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې د غبرګولي د (۲۰) مې څخه تر (۲۵) مې درې زره کورنيو سره مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په پکتيکا، ميدان وردګ، هرات، سمنګان، سرپل، جوزجان، ننګرهار، پروان او قندهار کې زيانمنې شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو او آمريتونو په همکارۍ د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې هرې کورنۍ سره د نغدي پيسو، خوراکي توکو، لمريزې برېښنا د تختو او د روغتيايي کڅوړو مرستې شوي دي.