سمنګان کې له (۴۰۰) زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د (APBHO) موسسې له لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۴۵۰) کورنيو سره د غبرګولي په (۲۴) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې څه موده وړاندې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۳) زره او (۹۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
په پام کې ده، چې په راتلونکو ورځوکې د دغه ولايت په حضرت سطان ولسوالۍ کې سلګونو کورنيو سره هم مرستې ترسره شي.