هرات کې له سلو زياتو کورنيوسره مرستې وشوې
د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې د (DRC) موسسې له لورې (۱۰۳) کورنيو سره د غبرګولي په (۲۴)مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۸) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.