د پاکستان څخه له (۵۰۰) زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د غبرګولي په (۲۱) مه او (۲۲) مه ( ۵۳۱) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې یاد کورنۍ د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او (UNHCR) دفتر ته ور وپېژندل شول.