د پاکستان څخه له (۵۰۰)   زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د غبرګولي  په (۱۶) مه او (۱۷) مه  ( ۵۵۰) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې (۸۸) کورنۍ، چې ( ۵۰۵) تنه کېږي  پخپله خوښه او ( ۴۵) تنه نور په جبري توګه د پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، چې د پېژندنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM)  او (UNHCR) دفتر ته ته ور وپېژندل شول.