بلخ  کې (۱۹)  کورنيو سره  مرستې وشوې

sadam_morr
-

د مرستندويه بنسټونو له لورې  بلخ ولايت کې ( ۱۹) کورنيو سره د غبرګولي په (۱۶) مه مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې  يه ابو دوجانه، حضرت بلال، عجب خان افريدي  سيمې، اميد فردا کمپ او چمتال او بلخ ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې  له ډلې د (ACTED  ) موسسې له لورې  ( ۴) کورنيو هرې کورنۍ ته د درملنې په موخه ( ۹۹) زره او (۶۶۳) افغانۍ او د (NRC) موسسې له لورې (۱۵) کورنيو هرې کورنۍ ته (۳۳) زره او (۷۵۶)  افغانۍ نغدې ورکړل شوې.