لوګر کې (۴۶) کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د مرستندويه بنسټونو له لورې په لوګرکې (۴۶) کورنيو سره د غبرګولي په (۱۶) مه د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې څه موده وړاندې د لوګر ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستندويه بنسټونو سره په ګډې همغږۍ سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې له ډلې يې د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې هرې کورنۍ ته پېنځه قلمه مواد چې پکې اوړه، غوړي، دال، بيسکويټ او مالګه شامله وه، د مهاجرت نړيوال سازمان  (IOM)يوه يوه خېمه، بېلچه، کلند، (۱۱) زره او (۲۵۰) افغانۍ نغدې او د يونسف له لورې يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.