ننګرهار کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د (ACTIONAID) او اسلاميک ريليف موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۱۰۶ کورنيو سره د غبرګولي په (۱۰) مه نغدي او د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې په بټې کوټ او هسکې مېنې ولسواليو کې سرو ې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې له ډلې يې ( ۳۰۰) کورنيو ته د اسلاميک ريليف موسسې له لورې (۱۰) زره افغانۍ او د (ACTIONAID) موسسې له لورې ( ۸۰۶) کورنيو هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.