د بلخ ولايت د حضرت بلال  مهاجرينو کمپ کې يو ټولنيز مرکز جوړيږي

sadam_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو کمپ د حضرت بلال د مهاجرينو کمپ د  ټولنيزو مرکز د بنست ډبره د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رئيس له لورې د غبرګولي په (۲) مه کېښودل شوه.

 د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې  ياد ټولنيز مرکز د اکتېد موسسې لورې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې جوړيږي، چې مالي لګښت يې ( ۴) زره امريکايي ډالره دی.

د ياد مرکز د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د راستنېدونکو،  موسسو اود  يادې موسسې د استازو په ګډون  د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست د رئيس مولوي اسد الله وفا له لورې کېښودل شوه.