د بلخ ولايت د حضرت بلال مهاجرينو کمپ کې يو ټولنيز مرکز جوړيږي
د بلخ ولايت د مهاجرينو کمپ د حضرت بلال د مهاجرينو کمپ د ټولنيزو مرکز د بنست ډبره د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رئيس له لورې د غبرګولي په (۲) مه کېښودل شوه.
د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې ياد ټولنيز مرکز د اکتېد موسسې لورې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې جوړيږي، چې مالي لګښت يې ( ۴) زره امريکايي ډالره دی.
د ياد مرکز د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د راستنېدونکو، موسسو اود يادې موسسې د استازو په ګډون د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست د رئيس مولوي اسد الله وفا له لورې کېښودل شوه.