په يوشمېر ولايتونو کې له (۱۱) زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي
په تېرې يوې اوونۍ کې د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې د هېواد په (۱۷) ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې له يولس زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي.
په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو د معلوماتو له مخې په تېرې يوې مياشت کې (۱۱) زره او (۹۲) کورنيو سره،چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په هرات، کاپيسا، پروان، قندهار، ننګرهار، باميان، کندز، خوست، جوزجان، بدخشان، بلخ، بغلان، غزني، ميدان وردګ، سمنګان، تخار او لغمان ولايتونو کې زيانمنې شوې وې مرستې شوي.
سرچينې زياتوي، په وېشل شوو مرستو کې خوراکي توکي، روغتيايي کڅوړې، نغدې پيسې، د لمريزې برېښنا تختې، چرګانې او د سوخت مواد وېشل شوي دي.