سرپل کې له زرو زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

د (UNHCR) او (ADEO) موسسې له لورې د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۲۷۶) کورنيوسره د غوايي په ( ۲۷) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د سرپل ولايت مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې
له ډلې يې د (UNHCR) دفتر له لورې (۲۳۷) کورنيو هرې کورنۍ ته (۴۸) زره او (۵۵۰) افغانۍ او د سنجارک ولسوالۍ (۶۴۹) کورنيو ته (۲۹) زره او ( ۱۵۰) افغانۍ او د (ADEO) موسسې له لورې ( ۳۹۰) کورنيو هرې کورنۍ ته يوه يوه بخارۍ او (۶۱۸) کيلو د سوخت لرګي ووېشل شول.