له ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د هرات ولايت اسلام قلعه له لارې د ايران څخه (۱۶۳۹) تنه افغان مهاجر د غوايي په ( ۲۷) مه هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (۳۹۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.