بلخ کې (۳۰۰) کورنيو سره  مرستې وشوې

sadam_morr
-

د سرې مياشتې ادارې له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۳۰۰) کورنيو سره د خرما مرستې وشوې.

دغه کورنۍ، چې د معاذ بن جبل، شهيد ذبيح الله خان او حضرت بلا کمپونو کې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۲۰) کيلو خرما ووېشل شوه.