د مهاجرينو چارو وزارت  او (UNHCR) دفتر د ګډې  تخنيکي کمېټې  ناسته ترسره شوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۴:۴۰
-

د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د افغانستان لپاره د (UNHCR) دفتر د رئيس ليو نارد زلو  په ګډون  د دواړو ادارو د ګډې تخنيکي  کمېټې ناسته ترسره  شوه.
په ناسته کې د وزارت يوشمېر مرکزي رئيسانو او د (UNHCR) دفتر د بېلابېلو برخو استازو  پکې ګډون در لود، چې پکې  د راستنېدو څخه وروسته د مهاجرينو د مالي ملاتړ، د راستنېدونکو او بېځايه شوو لپاره د کار موندنې په برخه کې د پروژو پلي کولو، د مهاجرينو د حقوقي ملاتړ او دهغوی ستونزو ته د  لاسرسي، د نړيوالو مرستو د جلب، د دايمي حل لارو د کاري ډلې  د مسودې، د ګډو تخنيکي ټيمو د ناستو د نېټې، د درې اړخيزو ناستو د ترسره کولو او د (۲۰۲۳) کال د هوکړه ليکونو د پلان په اړه خبرې وشوې. 
د (UNHCR) دفتر رئيس د مهاجرينو چارو وزارت  سره  د همکاريو  او راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د مرستو  پر دوام ټينګار وکړ  ويې ويل، چې د مرستندويه بنسټونو سره  په ګډې همکارۍ او همغږۍ  لا ښه او غور خدمات وړاندې کړي.
د مهاجرينو چارو وزرات مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د ياد دفتر د همکاريو څخه مننه وکړه، ويې ويل، موږ به په ګډه کار کوو، ترڅو اړمنو او مستحقو کورنيو ته ښه  او پروخت خدمات وړاندې کړو او هيله مند يم، چې  ګډه تخنيکي کمېټه به د منظمو ناستو د ترسره کولو ترڅنګ د کار په عملي سيمه کې نور لازم فعاليتونه هم  ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته