بلخ کې لسګونو کورنيو سره د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې وشوې

د (UNHCR) دفتر له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۴۴) کورنيو سره د غوايي په (۱۷) مه د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې وشوې.
دغه کورنۍ چې مخکې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته دوه تختې، دوه بطرۍ او د اړتيا وړ وسايل ووېشل شول.