مسلکي مرستيال: اجراآت بايد د پلان مطابق او پروخت  ترسره  شي

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۵:۳۷
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت  مسلکي مرستيال  مولوي عبدالرحمن راشد د دغه معينيت اړوند رئيسانو او آمرينو سره  په ناسته کې وويل، اجراآت بايد د پلان مطابق او پروخت ترسره  شي.
هغه د نيمګړتياوو څخه پاک  د دقيق کاري پلان،د دندو د نه مداخلې او پروخت د اجراآتو د ترسره کولو په اړه خبرې وکړې  ټينګار يې وکړ، چې چې هره څانګه بايد د پلان مطابق په ټاکلي وخت کې خپلې موخې تر لاسه کړي.
همدارنګه مولوي راشد د هرې ادارې د مسؤلينو او کار کوونکو حاضري د ټاکل شوو موخو په تر لاسه کولو کې مهمه وبلله ويې ويل، چې  بېځايه غير حاضري د موخو په ترلاسه کولو کې د ځنډ لامل ګرځي او په دې برخه کې بايد ځانګړې پاملرنه وشي.
دغه راز د اجراآتو د لاښه والي او د نيمګړتياوو دله منځه وړلو په موخه د ګډنوالو ترمنځ د نظرونو تبادله او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته