کندز کې سلګونو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (UNHCR) دفتر له لورې د کندز ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۳۵۷) کورنيو سره د غوايي په ( ۱۲) مه د غير خوراکي توکو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د پخلنځي وسايل، چې پکې دولس قلمه اجناس شامل ول، ووېشل شول.